د پاریس په زړه کې مهاجر او فرانسویان په ګډ کور کې اوسېږي
د تېرې سپټمبر میاشتې له پیل راهیسې د پاریس د لوور موزیم ته نږدې ۱۱ مهاجر او ۱۳ فرانسویان په یوه ګډ کور کې ژوند کوي. ټاکل شوې چې دوی د یوه کال لپاره دغه ۱۰۰۰ متره مربع اپارټمان کې واوسېږي. دغه پروګرام چې د کاراکول سازمان له خوا جوړ شوی ټولنه کې د مهاجرو د ادغام زمینه برابروي.