سلواکيا: له اوکراين څخه ۷۰۰ زره کسان راننوتلي دي
سلواکيا وايي چي پر اوکراين د روسيې د بريد راهيسي تر ۷۰۰ زرو څخه زيات انسانان له اوکراين څخه د سلواکيې سرحد ته داخل سوي دي.
سلواکيا وايي چي پر اوکراين د روسيې د بريد راهيسي تر ۷۰۰ زرو څخه زيات انسانان له اوکراين څخه د سلواکيې سرحد ته داخل سوي دي.
د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ ويلي دي چي په لومړي ځل په نړيواله کچه د هغو انسانانو شمير تر ۱۰۰ ملیونو اوښتی دی چي له خپل کور څخه مهاجر دي.
په اوکراين کي د روان بحران له کبله لا زيات انسانان له دغه هيواد څخه د اروپا پر لور مهاجر سوي دي. زياتو يې د محافظت غوښتنه کړېده.
پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته نږدې ۶۰۰ کم عمر لرونکي اکراینیان له خپلو کورنیو پرته بلجیم ته رسېدلي دي. دوی د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره قانوني سرپرستانو ته اړتیا لري چې د دولت له خوا ټاکل کېږي. خو بلجیم د قانوني سرپرستانو له کموالي سره مخ دی.
د هغه راهيسي چي روسيې د فبرورۍ مياشتي په آخر کي پر اوکراين بريد وکړ، تر ۵ مليونه زيات اوکراينيان مهاجر سول. خو زيات بېرته هيواد ته ستانه سوي هم دي.
د فارېن پالیسۍ مجلې د یو راپور له مخې آلماني چارواکو د جګړې له امله بې ځایه شویو اکراینیانو ته د سرپناه برابرولو لپاره سلګونه افغان کډوال له دولتي کورونو څخه ایستلي دي.
په آلمان کي د کار او روزګار وزير پر آلمانيانو ږغ کړی دی چي په دوامداره توګه د مهاجرو سره ملاتړ ته دوام ورکړي. د رسمي شمېرو له مخي ۳۴۰ زره اوکراينيان آلمان ته راغلي دي.
برتانوي چارواکو د مارچ له ۱۱مې راهیسې د پا دو کالې په اراس ښار کې د اکرایني مهاجرو لپاره د لنډمهال لپاره د ویزو اداره پرانیستې ده. دغه اداره برتانیا ته د اکرایني مهاجرو لپاره د ویزو د ورکولو لپاره جوړه شوې ده.
د اوکراین له جګړې څخه تښتیدلي کډوالو لپاره د بلجیم پلازمینې بروکسل ښار د هیسل ۸ ماڼۍ په ودانۍ کې د هرکلي یو ځانګړې مرکز جوړ شوی چې په کې یوازې له اوکرایني کډوالو پرته نورو ته د پناه غوښتنې د ثبت اجازه نه ورکول کیږي. له کډوالو سره دا ډول دوه ګونې چلند د یو شمیر سازمانونو اندیښنې راپارولي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون ويلي چي غواړي د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد څخه مهاجر سوي اوکراينيانو ته د روزګار، زدکړي او د سرپناه لپاره ځانګړی پلان جوړ کړي.
په اروپايي اتحاديې کي پر دې توافق موجود دی چي له اوکراين څخه بايد مهاجر ومنل سي. خو د مهاجرو د ويش په تړاو په عمل کي دغه توافق نه تر سترګو کيږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې پر پوځیانو تور پورې کړی چې په ماریوپل محاصره شوي ښار کې هغه اوکراینیان نیسي چې غواړي دغه ښار ترک کړي. په دغه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره وګړي بند پاتې دي.