فرانتکس وایي د خوړو کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو د راتګ لامل ګرځېدلی شي
د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.
د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.
د پاکستان حکومت وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تیرو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ افغانان دغه هیواد ته کډوال شوي خو بل لورې ته بیا طالبان ادعا کوي چې په همدغه موده کې سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي.
وروسته له هغه چې پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کېږي، پرون دوشنبه د افغانستان په ځینو سیمو کې د ایران پر ضد مظاهرې وشوې. هرات کې بیا ځینو مظاهره کوونکو د ایران کنسلګرۍ دروازې ته اور واچاوه. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان کې د ایران د سیاسي استازولیو د خوندیتوب غوښتونکی شوی او ویلي یې دي چې ایران ته د افغان کډوالو څپه نور نه شي ادامه موندلی.
په اوکراین کې د روانې جګړې له امله دغلته میشت یو شمیر افغانان چې په دې وروستیو کې اوکراین ته تللي هڅه کوي چې له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل سره اوس یو مشیر اروپايي هیوادونو د اوکرایني کډوالو د نویو څپو لپاره چمتو والی ښودلی. بل پلو یوه افغانه کورنۍ چې د طالبانو له ولکې وروسته اوکراین ته استول شوې وه په دغه هیواد کې بند پاتې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان وضعیت د دې ښودنه کوي چې مونږ د ډله ایزې کډوالۍ له نوې څپې سره مخامخ یو. بل پلو کابل کې د ترکیې لسګونه پخواني افغان کارکوونکي د دغه هیواد سفارت مخې ته لاریون کړی.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکو پریکړه کړې که د دغه ایالت اوسیدونکي هر هغه افغان ته پناه ورکړي چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ورغلي وي او د تل لپاره د اوسیدو هیله ولري، سزا ورکول کیږي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې له افغانستان څخه د کډوالو د احتمالي نوې څپې سره د مقابلې ظرفیت نلري. هغه له اروپايي ټولنې غوښتي چې د افغانانو د کډوالۍ بار په غاړه واخلي.
یونان وايي هڅه به وکړي چې د هغو افغان پناه غوښتونکو د احتمالي څپو مخه بنده کړي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له ویرې خپل هیواد پریږدي. یوناني چارواکي د کډوالۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د نورو مرستو غوښتنه کوي.
د کابل له هوايي ډګر څخه د افغانانو د ایستلو عملیاتو ته یوازې څلور ورځې وخت پاتي خو لا هم د بهرنیو ځواکونو زرګونه افغان همکاران له افغانستان د وتلو انتظار باسي. اوس د امریکا او متحدینو په غوښته پاکستان منلي چې یو شمیر افغانانو ته به د لنډ مهال لپاره ځای ورکړي.
ناټو وايي چې د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې تیره اونۍ ۲۰ کسان چې له افغانستان څه د وتلو هڅه يي درلوده وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۴ میرمنې هم شاملې دي.
يوې سوېډنۍ ورځپاڼي په افغانستان کي پر روان بحران او د طالبانو پر پرمختګ يوه تبصره کړې او د مهاجرت له نوې څپې يې خبرداری وکړی دی.