ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه تازه راپور کې لیکلي چې د جګړو او طبیعي پیښو امله شاوخوا شپږ میلیونه خلک په افغانستان کې بې ځایه شوي دي. راپور کې راغلي چې څلور میلیونه افغانان په تیرو څلورو کلونو کې خپل هیواد څخه بهر کډوال شوي.