ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنه: «هڅه کوو چې له افغان مهاجرو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړو»
ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې په کال ۲۰۰۹ کې په غیر رسمي توګه خپل فعالیتونه پیل کړل. یاده ټولنه چې په ۲۰۱۴ کې ترکیه کې په رسمي توګه ثبت او راجسټره شوې د ترکیې په ځینو ښارونو کې افغان کډوالو ته بېلابېل پروګرامونه جوړوي. کډوال نیوز د دې ټولنې مشر محمد علي حکمت سره ځانګړه مرکه کړې ده.