اروپايي اتحاديې د مهاجرو د رضاکارانه ستنېدنې نوې پاليسي معرفي کړه
په اروپا کي زيات شمير د اقامې حق نه لرونکي انسانان ژوند کوي. اروپايي اتحاديه غواړي چي هغوی و خپلو هیوادونو ته د بېرته ستنېدو له پاره جلب کړي.
په اروپا کي زيات شمير د اقامې حق نه لرونکي انسانان ژوند کوي. اروپايي اتحاديه غواړي چي هغوی و خپلو هیوادونو ته د بېرته ستنېدو له پاره جلب کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ( یو ان اچ سي آر) اعلان کړی چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ چې د کرونا ویروس له امله دریدلې وه د جنورۍ په میاشت کې له سره پیلیږي.
د فرانسې د کډوالۍ او دغام اداره ( اوفي) هغو کډوالو سره چې د دغه هیواد په شمالي ښار کالې او یا د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي او غواړي بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي نغدي مرستې کوي. دغه مرستې څه دي او څه ډول تر سره کیږي؟ مهاجر نیوز يي په اړه معلومات وړاندې کوي.
د سوریې ولسمشر بشارلاسد تیره چهارشنبه د نومبر په ۱۱ مه یو دوه ورځینۍ ورکشاپ پیل کړ. د غه هیواد ته د سوریايي کډوالو بیرته ستنول د کنفرانس موخه بلل شوې. دا په داسې حال کې ده چې لاهم په سوریه کې جګړه روانه ده.
تېره ورځ اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې له یونان څخه بېرته ستنېدونکو کډوالو سره نغدي مرسته کېږي. دغه پروګرام کې یوازې هغه کسان شاملېږي چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړې نېټې مخکې یونان ته رسېدلي وي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکوي چې د دوې له غوښتنې سره سم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري په روان میلادي کال کې ۸ زره وزیرستاني کډوالو کورنیو سره په خوست او پکتیکا ولایتونو کې بشري مرستې کوي.
پاکستان کې د میشتو ۲،۳ میلیونه افغانان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه يي ځوانان جوړوي چې د دغو ځوانو کډوالو په منځ کې ډیر داسې باظرفیته کسان شته چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې له خپل ملک څخه لرې دي. داچې دغه انساني سرمایه ولې بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږي په دې اړه مهاجر نیوز له څو تنو ځوانو افغان کډوالو سره خبرې کړي.
د افغان کډوالو د څلویښت کلنۍ د پوره کیدو له امله د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون دوه ورځنی کنفرانس نن دوشنبه د فبرورۍ په ۱۷ مه د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې پیل شو.
پاکستان د افغانستان هغه ګاوند هیواد دی چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونه افغان کډوال کوربه توب کوي او شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان هلته زیږیدلي چې افغانستان ورته یو دوهم هیواد ښکاري.
د لويدځي او مرکزي افريقا څخه په لسهاؤ زره انسانان و اروپا ته د مهاجر کېدو په تکل له کورونو وتلي دي. خو ټول تر منزله نه رسيږي خو بېرته ستنېدل هم ورته لوی «شرم» معلوميږي.
د آلماني چارواکو په حواله، د محکمې د پریکړې پر اساس له یونان څخه یو افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته را انتقال شوی دی. دغه افغان د روان کال په می میاشت کې د اتریش له پولې څخه بیرته یونان ته لیږل شوی وو.
په داسې حال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی او د طالبانو بریدونه مخ په زیاتېدو دي، پرون د فرانسې ولسي جرګه هغه قانون تصویب کړ چې له مخې به یې له فرانسې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج پروسه چټکه او اسانه شي.