اسلام اباد کې د بې وزله افغان کډوالو احتجاج دوام لري
هغه افغان کډوال چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پاکستان ته داخل شوي دغه هېواد کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي. يو شمېر افغان پناه غوښتونکو له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د نېشنل پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.