افغانستان: د بهرنیو ځواکونو د پخوانيو همکارانو او له «عذر» پرته بهر ته د خلکو پر سفر له بندیز څخه د کورونو د پلټنو تر پیل پورې
طالب وسله والو له افغانستان څخه د خلکو پر وتلو بندیزونه لګولي دي. د طالبانو ویاند پرون یکشنبه وویل چې هغه ښځې چې شرعي محرم ورسره نه وي او دغه راز هغه کسان چې له «عذر» پرته غواړي له افغانستانه ووځي، مخه یې نیول کېږي. بل لور ته له افغانستان څخه د ناټو او امریکا د پخوانیو همکارانو پر وتلو بندیز لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د افغانستان په پلازمېنه او ځینو شمالي ولایتونو کې د خلکو د کورونو تلاشي هم پیل کړې ده.