بریتانیا ته د اوښتو هڅې : ۱۲ کډوال د کښتۍ ډوبیدنې پیښه کې ژغورل شوي
د چهار شنبې په شپه ۱۲ تنه عراقي کډوال چې غوښتل يي د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته واوړي، په اوبو کې له ډوبیدو وړاندې د فرانسې د سمندري ځواکونو لخوا ژغورل شوي. په ژغورل شویو کې یو دوه میاشتۍ ماشوم هم و چې وروسته بیا روغتون ته ولیږدول شو.