د دوبي په موسم کي د کډوالو لپاره تفریحي او هنري پروګرامونه د ځینو سازمانونو له خوا جوړيږي
د دوبي په موسم کی مهاجرین او کډوالو ته د مرستو ځینې اتحادیې تړل کیږی، خو ځینی نور سازمانونه د کډوالو لپاره تفریحي پروګرامونه لري. کډوال نیوز رپورټ ورکوي.
د دوبي په موسم کی مهاجرین او کډوالو ته د مرستو ځینې اتحادیې تړل کیږی، خو ځینی نور سازمانونه د کډوالو لپاره تفریحي پروګرامونه لري. کډوال نیوز رپورټ ورکوي.
د فرانسې د کالې لوی ځنګل له تړل کېدو وروسته (۲۰۱۶) د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د فرانسې شمالي ښار امیان ته واستول شول. یاده ډله د ۲۰۱۷م کال په ډېسمبر میاشت کې د «امیان کرېکټ کلب» جوړ کړ. دغه لوبډله فرانسه کې د کډوالو د ادغام یوه مهمه بېلګه ده. نور معلومات په دې ویډیو کې.
د فرانسې شمالي ښار امیان په یوازنۍ کرېکټ لوبډله کې شاوخوا ۲۰ افغان او پاکستاني لوبغاړي لوبه کوي چې هر یو یې متفاوت ژوند او پروفایل لري. د یادو کډوالو په ډله کې ځینې داسې کسان شته چې فرانسه کې یې تر پناه غوښتنې وروسته ډېر ژر مثبت ځواب ترلاسه کړی او ځان ته یې کار موندلی. خو یاده لوبډله کې داسې کسان هم دي چې تر اوسه یې سرنوشت نامعلوم پاتې دی. ذبیح الله د همدغو کډوالو په ډله کې راځي.
په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې د کالې لوی ځنګل له تړل کېدو وروسته ځینې افغان کډوال د دې هیواد شمالي ښارونو لکه امیان او اراس ته واستول شول. عمر یو له هغو کډوالو دی چې هغه مهال امیان ښار ته راوړل شول او همدلته یې د پناه غوښتنې ورکړې. نوموړی «امیان کرېکټ کلب» یو ټکره لوبغاړی دی. کډوال نیوز د ښاغلي عمر د ژوند په اړه معلومات ورکوي.
د فرانسې د کالې لوی ځنګل له تړل کېدو وروسته (۲۰۱۶) د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د فرانسې شمالي ښار امیان ته واستول شول. یاده ډله د ۲۰۱۷م کال په ډېسمبر میاشت کې د «امیان کرېکټ کلب» جوړ کړ. دغه لوبډله فرانسه کې د کډوالو د ادغام یوه مهمه بېلګه ده. مهاجر نیوز له امیان ښار څخه رپوټ ورکوي.
ایرانۍ سوکوهونکۍ صدف خادم چې د شنبې په ورځ یې د فرانسې په رویان ښار کې خپله لومړۍ رسمي لوبه وګټله خپل هیواد ته نه ستنېږي. د رپوټونو له مخې ایران کې د اغلې خادمي او د هغې د مربي مهیار منشي پور د نیولو امر شوی دی.
ماهانا جامي یوه معلوله ایرانۍ ښځه ده چې د صربیا د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي. نوموړې د خپلو پښو شلوالي سره سره وتوانېده چې د ایران «برج میلاد» ته وخېژي. اغلې جامي وایي هیله لري چې المان ته ولاړه شي او د نړۍ نورو برجونو ته هم وخېژي.
فرانسیس نګانو په ۲۰۱۳ کې فرانسه کې ناقانونه کډوال و، خو هغه اوس د فرانسې او د کامرون یو نامتو سوک وهونکی دی. ۳۲ کلن فرانسیس نګانو اوس په لاس وګاس کې اوسېږي او د اېم. اېم. اې له نامتو لوبغاړو سره سیالي کوي. دې رپوټ کې کډوال نیوز د فرانسیس نګانو د ژوند په هکله تاسو ته معلومات درکوي.
د اتریش په پلازمینه کې د سوریایي کډوالو یوه ډله هڅه کوي چې د فوټبال له لارې ځان ته په ټولنه کې د ادغام زمینه برابره کړي. کډوال نیوز تاسو ته معلومات درکوي.
اټکل شوې ده چې د کډوالو یوه لوبډله د ۲۰۲۰م کال د المپیک په سیالیو کې ګډون وکړي. یاده لوبډله کې ۵۱ لوبغاړي شته چې د جوډو، کراتې، لامبو او تېکوانډو په لوبو کې مسابقه کوي.
د پاریس ښار په روشفوکو مرکز کې هره اونۍ یو مسلکي مربي له ځوانو کډوالو سره تمرین کوي. د دې سپورتي دورې موخه دا ده چې کډوال وکولای شي د سپورټ له لارې ځان درمل کړي.
سعيد فضل لله درې کاله تر مخه د بالقان مسير پر لاره د آلمان کارلس روهه ښار ته مهاجر شو. دغه ايراني مهاجر د کانو کښتۍ چلونې يو تکړه ورزشکار دی او غواړي آلمان ته مډالونه وګټي.