د کډوالو ضد سیاستوال ویکتور اوربان د څلورم ځل لپاره د هنګري لومړی وزیر وټاکل شو
د هنګري نشنلیست سیاستوال ویکتور اوربان پرون یک شنبه د څلورم ځل لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ویکتور اوربان د مهاجرو ضد دریځ لري چې له امله یې څو ځله د اروپایي محکمو له خوا محکوم شوی دی.