د صربیا پولیسو له هنګري سره پر پوله څه باندې ۶۰۰ کډوال نیولي دي
د صربیا امنیتي ځواکونه وایي چې د جمعې په ورځ یې له هنګري سره پر پوله ۶۰۰ غیرقانوني کډوال نیولي دي. دغه کډوال وروسته له هغه ونیول شول چې د صربیا په هورګوس ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کډوالو ترمنځ نښته کې یو تن په ډزو ووژل شو.