«افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت د مرګونو سبب کېدلای شي»
د کاريتاس نړيوال مرستندويه سازمان په وينا په افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت په دغه هيواد کې د زياتو مړينو لامل کېدلای شي.
د کاريتاس نړيوال مرستندويه سازمان په وينا په افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممانعت په دغه هيواد کې د زياتو مړينو لامل کېدلای شي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نورو افغانانو په څیر له ۲۰۰ څخه ډیر افغان خبریالان هم اړ شول تر څو پاکستان او ایران ته ولاړ شي او له هغه ځایه لویدیځو هیوادونو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي. دغه خبریالان وايي چې له میاشتو انتظار وروسته په دغو دوو هیوادونو کې بې برخلیکه پراته دي او د ویزې او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د موسیقۍ اورېدل او غږول ګناه بلل کېږي. له هغه وخت راهیسې چې دغه ډله واک ته رسېدلې ده، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي. د دغه انستیتیوت یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په پرتګال کې پناه اخیستې ده. دوی هڅه کوي چې د افغانستان د موسیقۍ میراث ژوندی وساتي.
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریتانیا تیرکال ۵ زره افغانانو ته د پناه ورکولو په اړه هوکړه وکړه خو د دغې پریکړې راهیسې يي یو کس هم نه دی ایستلی. دغې ورځپاڼې بریتانیا د افغان او اوکرایني کډوالو ترمنځ په توپیري چلند تورنوي.
د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته امر کړی دی چې پر مجرمانو قصاص او شرعي حدود جاري کړي. په ورته مهال د بشري حقونو فعالان وایي چې دا ډول مجازات به له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل شي.
فرانسه کې د افغانستان سفارت افغانستان ته د یوه اخراجېدونکي افغان کډوال د استول کېدو لپاره قنسولي اجازه لیک صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د فرانسې حکومت له کابل سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او ویلي یې دي چې افغان کډوال افغانستان ته بېرته نه استوي. کډوال نیوز راپور ورکوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې افغانستان کې د کورني بې ځایه شويو کسانو شمېر ۳،۴ میلیونو ته اوښتی دی. د دغه سازمان په حواله، اوسمهال زیات شمېر افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان وايي چې په افغانستان کې دتیر کال دسیاسي بدلون له راتلو وروسته له یو نیم میلیونو څخه ډیر افغانان ایران ته ورغلي. بل پلو بیا طالب چارواکي وايي چې هره اونۍ زرګونه افغانان په زوره له ایران څخه ایستل کیږي او یا هم په خپله خوښه بیرته راستنیږي.
په فرانسه کې د خبریالانو ملي سندیکا (SNJ) وايي چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۴ میاشتې وروسته، لاهم افغان خبریالان، هنرمندان او د مدني ټولنې فعالان په کور دننه او ګاونډیو هیوادنو کې له سخت وضعیت سره مخامخ دي. دغه سندیکا له دولت څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو د تخليي په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد يي د هغو افغانانو د منلو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يي ژوند له ګواښ سره مخامخ وي. د دغه پروګرام له لارې به هره میاشت زر تنه افغانان او د هغوی کورنۍ جرمني ته ولیږدول شي.
افغان يوټوبر اجمل حقيقي له څو مياشتو راهيسي له طالبانو سره بندي دی. ويل کيږي چي هغه څه موده مخکي حتی د ځان وژني هڅه کړې وه چي وروسته بيا روغتون ته بېول سوی وو. خو هغه ولي د ځان وژني هڅه کړې وه؟
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي چې د دغه هیواد لخوا د افغان کډوالو ایستل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.