یونان دغه هیواد ته «د کډوالو د ورتګ د منصرف کولو لپاره» زرګونه مهاجر بندیان کړي دي
یونان کې نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي «د کډوالو د قاچاق» په تور په زندان کې دي. دوی په معموله توګه د کډوالو د بېړیو د چلولو په تور په بند محکوم شوي دي. مهاجر پلوه سازمانونه د یونان پر دغه سیاست نیوکه کوي او وایي چې د دې سیاست هدف له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.