فرانسه: د ډاکټرانو یوې ۱۴۰ کسیزې ډلې د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې
د تېرې نوامبر پر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د یوه مهاجر کمپ د تړل کېدو عملیاتو وروسته د فرانسوي ډاکټرانو یوې ۱۴۰ کسیزې ډلې د یکشنبې په نامه ورځپاڼې ته د یوه یادښت په استولو سره د پولیسو پر تاوتریخجن چلند نیوکه کړې. دوی له دولت څخه غوښتي دي چې د امنیتي ځواکونو ناسمې کړنې دې پای ته ورسوي او مهاجرو ته باید د ژوندانه انساني شرایط برابر کړي.