ايټاليا به د ناقانونه مهاجرت کمېدو په بدل کې زيات قانوني مهاجر ومني
د ايټاليې د باندنيو چارو وزير ويلي دي چې که له تونس څخه ورته د غير اصولي مهاجرت شمېرې راکمې شي، نو به قانوني مهاجرت ته امکانات زيات کړي.
د ايټاليې د باندنيو چارو وزير ويلي دي چې که له تونس څخه ورته د غير اصولي مهاجرت شمېرې راکمې شي، نو به قانوني مهاجرت ته امکانات زيات کړي.
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ و اروپا ته د مهاجرت د امکاناتو بهتره کولو او په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتونې د عادل نظام غوښتنه وکړه.
يو افغان مهاجر چې دوه کاله مخکې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو اوس ورته د آلمان ويزه ورکړل شوې او بيرته آلمان ته راځي. آلماني چارواکو د دغه ۲۳ کلن افغان د پناه غوښتنليک ته د رد ځواب ورکړی وو او دې سره افغانستان ته اخراج شوی وو.
يوناني چارواکو د هغه شپږ کلن افغان ماشوم د پلار په اړه شکايت درج کړی چې ساموس ټاپو ته د راتلو پر وخت يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. پر دغه پناه غوښتونکي تور دی چې خپلې کورنۍ سره له ترکيې څخه د يونان ساموس ټاپو ته د سفر پر مهال يې د شپږکلن زوي ژوند په خطر کې اچولی دی.
د مديترانې سمندرګي له لارې په نامناسبو کشتيو کې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخ په ډيريدونکي شمیر ته په کتو، له سمندر څخه د نجات سازمان «Sea – Eye» غواړي د «الان کوردي» کشتۍ تر څنګ يوه بله کشتۍ هم سمندر ته واستوي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ د مهاجرت په تړاو د يو نوي تړون مسوده معرفي کړه. په هکله يې نور جزيات د سوال او جواب په بڼه دلته لوستلای سئ:
نړيوال مرستندويه سازمان آکسام د يونان د پناه غوښتنې پر نوي قانون سختې نيوکي کړي دي او هغه د اروپا پر بشردوستۍ او د مهاجرو پر محافظت «يو ښکاره بريد» ارزولی دی.
په افغانستان کي اوسېدونکي يو شمېر انسانان د بيلو دلايلو پر اساس له دغه هيواد څخه د وتلو لاري چاري لټوي. خو له افغانستان څخه د وتلو کوم امکانات سته او هغه د کومو ګواښونو يا چانسونو سره مل دي؟ دلته يې ولولئ:
آلمان د خپل مهاجرتي سیاست په برخه کې په مخ پر ډیریدونکي ډول پر بشري مرستو باندې تکیه کوي. خو په آلمان کې د مهاجرو د بيا ځای پرځای کولو پروګرام په دریو شرطونو پورې تړلې دی. دلته يې وپېژنئ.
د «مالتېزه اوردن» په نوم کاتوليکي ټولنې ږغ کړی چي د اروپايي هيوادونو د مهاجرت سياست بايد د مهاجرو په هيوادونو کي پېل سي.
د آلمان حکومتي کابينې د چهارشنبې په ورځ د هغه قانون مسوده ومنله چي له مخي به يې بهرنيان وکولای سي د مسلکيانو په توګه آلمان ته د کار کولو له پاره راسي.
د اروپا پارلمان وکیلانو د داخلي مسایلو کمیټې د ۲۰۱۹م کال تر مارچ مياشتې پورې د بشري ویزې غوښتونکي شول. هغوی وايي چې «اوس مهال اروپايي ټولنې ته د هغو کسانو له پاره کافي قانوني لاري نه شته، چې پناه غواړي».