د ایران پارلمان ته نوې طرحه وړاندې شوې: غیرقانوني کډوالو لپاره د جریمې او بند سزاګانې او پرې د ډزو اجازه
د ایران پارلمان نږدې ۳۰ غړو د دغه هیواد د اسلامي شورا مجلس ته یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې پولیسو ته اجازه ورکړل شوې پر هغو موټرو ډزې وکړي چې د غیرقانوني مهاجرو د انتقالولو شک پرې کېږی. طرحه کې دغه راز د غیرقانوني مهاجرو لپاره د زندان او جریمې سزاګانې په پام کې نیول شوې دي.