د کډوالۍ کړاوونه: د بوسنیا د بیهاچ ښار حضیره کې د مهاجرو قبرونه
د بیهاچ ښار مرکزي قبرستان په یوه برخه کې تر لسو زیات داسې قبرونه لیدل کېږي چې په ډېریو کې ګمنامه کسان خښ شوي دي. د ځینو دغو قبرونو پر ډبرو دا کلیمه لیکل شوې ده: نوم یې نه دی معلوم. خو دا په اصل کې د هغو مهاجرو قبرونه دي چې د ګواښونو له امله یې خپل هیوادونه پرېښودلي.