چک جمهوریت: پولیسو په یوه لارۍ کې ۸ افغانان موندلي
د چک جمهوریت د استي ناد لابېم پولیس وایي چې د دغه ښار پرېدلیچ سیمې ته نږدې یوه لارۍ کې ۸ مهاجر موندل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد کسان یې نیولي دي.
د چک جمهوریت د استي ناد لابېم پولیس وایي چې د دغه ښار پرېدلیچ سیمې ته نږدې یوه لارۍ کې ۸ مهاجر موندل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد کسان یې نیولي دي.
اتریشي چارواکي وایي چې په یوه یخچالي لارۍ کې یې نږدې ۴۰ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د سوریې، عراق او ترکیې اصلي اوسېدونکي دي. پولیسو زیاته کړې چې ۵۱ کلن لاري چلوونکی هم نیولی دی.
پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۴مه د ویټنام یوې محکمې یوه یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویټنامیانو د مرګ په تړاو ۷ کسان په بند محکوم کړل. د دغو ۳۹ ویټنامي مهاجرو مړي تېر کال د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي وو.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دې هیواد په سوېل ختیځه سیمه کې یې یوه لارۍ کې ۹۴ مهاجر موندلي دي. دغو کسانو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.
پرون پنجشنبه د فرانسې د پا – دو – کالې په فوکییر – لې – لن سیمه کې ۸ مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. ویل کېږي چې دغه کسان ۴ ساعتونه په لارۍ کې بند پاتې وو.
د ځایي رسنیو په حواله پرون سه شنبه د فرانسې په شمالي سیمه کې ۲۰ اریتریایي مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. پولیس وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې فرانسوي ژغورونکو تېره شپه د فرانسې په شمالي لون پلاژ سیمه کې یوه یخچالي لارۍ کې ۶ مهاجر موندلي دي. دغو کسانو غوښتل چې برتانیا ته لاړ شي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي له یونان سره پر پوله یې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د بنګله دېش او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
د رپوټونو په حواله نن دوشنبه د جولای ۶مه فرانسوي پولیسو د دې هیواد په سېن – سور – مېر سوېلي سیمه کې یوه ایټالوي لاري کې ۱۱ مهاجر موندلي دي. روغتیایي ژغورونکو له دغو مهاجرو سره د مرستې په موخه سیمه ته تللي.