له تیرې یوې میاشتې راپدیخوا په اسلام اباد کې د افغانانو احتجاج دوام لري
له تیرې یوې میاشتې راهیستې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو په ګډون د سلګونه افغانانو احتجاج د پاکستان په اسلام اباد ښار کې دوام لري. اجتجاج کوونکي هیله لري چې لویدیځ هیوادونو ورته پناه ورکړي خو د دوې په خبره په پاکستان کې د ملګرونو ملتونو د کډوالۍ اداره او اړوند سفارتونه يي غوښتونو ته رسیدنه نه کوي.