صربیا: په یوه لارۍ کې د افغانانو په ګډون نهه کډوال موندل شوي
د صربیا چارواکي وایي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په یوه لارۍ کې چې المونیمي میلې یې لېږدولې د افغانانو په ګډون نهه تنه کډوال موندلي دي.
د صربیا چارواکي وایي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په یوه لارۍ کې چې المونیمي میلې یې لېږدولې د افغانانو په ګډون نهه تنه کډوال موندلي دي.
امنیتي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د فرانسې په سېن ماریتیم کې له یوې یخچالي لارۍ څخه اوه کډوال ژغورلي دي. یوتوپیا ۵۶ هغه سازمان دی چې چارواکو ته یې په لارۍ کې د کډوالو د شتون په اړه خبر ورکړی و.
د فرانسې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد شمالي سیمه کې په یوه لارۍ موټر کې نهه تنه ایرانیان موندلي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي. په موندل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د فرانسې د ګپ سیمې څارنوالي وایي هغه موټر چلوونکی یې نیولی دی چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې له اوونسون سیمې څخه په تېښته بریالی شوی و. فرانسوي ځواکونو د ډېسمبر په ۳۰مه د نوموړي په موټر کې ۳۳ کډوال موندلي وو.
برېتانوي چارواکي وايي چې د مانچستر محکمې د تېرې جمعې په ورځ پنځه قاچاق وړونکي تر ۸ کالو په بند محکوم کړي دي. ویل کېږي چې دغو کسانو څه باندې ۱۹۰۰ کردي کډوال د بالکان له لارې فرانسې، جرمني او برېتانیا ته انتقال کړي دي.
د بلغاریا امنیتي ځواکونه وایي چې د سه شنبې په ورځ یې د دغه هېواد د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۳ افغان کډوال موندلي دي.
د رومانیا د اراد سیمې پولیس وایي چې له هنګري سره پر پوله په په دوو لاریو کې ۴۶ کډوال موندل شوي دي. دغه کډوال د سوریې، نیپال، سري لانکا او بنګلادېش اتباع دي او غوښتل یې چې هنګري ته واوړي.
د فرانسې امنیتي ځواکونو پرون دوشنبه د دغه هېواد انسي ښار ته نږدې لس کډوال نیولي دي. دغو کسانو له یوه تانکري موټر څخه له کوزېدو وروسته د تېښتې هڅه درلوده. نیول شویو کډوالو پولیسو ته ویلي چې د افغانستان اتباع دي.
د بلغاریا امنیتي ځواکونه وایي چې د دغه هېواد د تراکیا پر لویه لاره په لارۍ موټر کې ۷۵ سند نه لرونکي کډوال نیولي دي. ویل کېږي چې نیول شوي کسان د افغانستان اتباع دي.
د سویس امنیتي ځواکونه وایي چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې د دغه هېواد د هرګیزویل سیمې پر لویه لاره ۲۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي چې په ډله کې یې افغانان هم دي.
رومانیايي چارواکي وایي چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو په درېو لاریو کې سپاره ۷۲ کډوال نیولي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې افغانان هم دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې پرون سه شنبه سهار د اګست ۲۳مه یې په یوه لارۍ کې ۲۶ کډوال موندلي دي. پولیسو دغه راز د یو شکمن قاچاق وړونکي د نیولو خبر ورکړی دی. د کډوالو دغه لارۍ له یونانه د صربستان پر لور روانه وه.