ترکیې له ایران سره پولې ته څېرمه یوه لارۍ کې ۶۷ افغانان نیولي
د ترکیې امنیتي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ له ایران سره پولې ته څېرمه لسګونه کډوال نیولي دي چې په یوه لارۍ موټر کې سپاره ول. چارواکو ویلي دي چې نیول شوي کسان د افغانستان اتباع دي.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ له ایران سره پولې ته څېرمه لسګونه کډوال نیولي دي چې په یوه لارۍ موټر کې سپاره ول. چارواکو ویلي دي چې نیول شوي کسان د افغانستان اتباع دي.
د ترکیې چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې ۱۳۹ افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستلي دي. د چارواکو په وینا، په تېره یوه اونۍ کې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې تر ۲۳۰۰ ډېر کډوال نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې يي نږدې ۱۲۰ زره ناقانونه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استولي چې دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډیر شمیر بلل شوی.
ترکي چارواکي وایي چې هغه ۴۱۳ کډوال چې د تېرې میاشتې په لړ کې د دغه هېواد په ادرنې ولایت کې نیول شوي وو له ترکیې څخه ایستل شوي دي. ډېری دغه کډوال د افغانستان او مراکش اتباع دي.
د ترکیې د کډوالو چارو اداره وایي چې تېره اونۍ له دغه هېواد څخه د سلګونو افغانانو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر سند نه لرونکي کډوال ایستل شوي دي. له دې سره په روان کال کې له ترکیې څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ۸۱ زرو ۷۲۱ تنو ته رسېږي.
د بهر میشتو افغانانو نړیواله شورا (AGDC) مسولین په ترکیه کې د افغان کډوالو د ډله ایزې ایستنې په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي او د دغه هیواد له چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو نیول او د وضعیت تر سمیدو پورې افغانستان ته د دوې استول ودروي. دا په داسې حال کې ده چې له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو پروسه په بې سارې ډول ډیره شوې.
د ترکیې رسنیو د یک یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ۵۹۲ نور افغان کډوال په درې چارتر الوتکو کې د استانبول او انقرې له هوايي ډګرونو کابل ته استول شي دي. چارواکي ویلي چې روان کال کې له ۵۰ زرو څخه ډیر افغانان په ناقانونه ډول ترکیې ته د ننه شوي.