درې کډوال یونان ته د مهاجرو د ورتګ د زمینې برابرولو په تور په ۴۳۹ کاله بند محکوم شوي
پرون پنجشنبه د می میاشتې ۵مه یونان کې درې کډوال دغه هیواد ته د مهاجرو د ننوتلو د زمینې برابرولو په تور په ۴۳۹ کاله بند محکوم شول. دا هغه کسان دي چې د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو.