د پناه غوښتونکو په هکله د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند ارېک زمور ناسمې ادعاوې
د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او د ولسمشرۍ نوماند ارېک زمور وایي چې د فرانسې حکومت په میاشت کې هر یو پناه غوښتونکي ته ۴۳۰ یورو ورکوي. نوموړی زیاتوي چې د ټولنیزو استوګنځيو زیاتره برخه یې بهرنیانو ته ځانګړې شوې ده. دغه دواړې ادعاوې ناسمې دي.