بريتانيې د البانيې سره د مهاجرت نوی تړون لاسليک کړ
د بريتانيې حکومت د البانيې سره د مهاجرت په تړاو د يو نوي تړون اعلان کړی دی. په وينا يې دغه تړون به د ناقانونه مهاجرت د مخنيوي لپاره وي.
د بريتانيې حکومت د البانيې سره د مهاجرت په تړاو د يو نوي تړون اعلان کړی دی. په وينا يې دغه تړون به د ناقانونه مهاجرت د مخنيوي لپاره وي.
د البانيا لومړي وزير د سه شنبې په ورځ وويل چي بريتانيا يې د هيواد پر ضد «محاسبه شوي» تورونه لګوي چي ګواکي پر مانش کانال د مهاجرت د زياتېدو مسؤل دی.
د برېتانیا د دوور په سوېلي بندر کې پرون یکشنبه یوه سړي د کډوالو په مرکز کې اور اچوونکي وسایل غورځولي دي. دا برید وروسته له هغه کېږي چې د تېرې شنبې په ورځ نږدې ۱۰۰۰ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسول.
فرانسوي چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په انګلیس کانال کې د یو لړ عملیاتو پر مهال شاوخوا سل کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر ۳۰۰ تنه نور پرون پنجشنبه د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په ورته مهال د برېتانیا نوی لومړی وزیر غواړي چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.
فرانسوي چارواکي وایي چې تېره اونۍ یې د فرانسې په شمالي سیمه کې د قاچاقبرو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې ده. نیول شویو کسانو کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته انتقالول.
د برېتانیا سمندري ځواکونه وایي د تېرې یکشنبې په ورځ یې انګلیس کانال کې تر ۱۰۰۰ کډوال نیولي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکو د پا دو کالې په دماغه کې د ۳۶۷ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د بريتانيې د حکومت رسمي ارقام ښيي چي په روان ۲۰۲۲ عيسوي کال تر اوسه د تېر بشپړ کال په پرتله زیات مهاجر د مانش کانال له لاري له فرانسې و بريتانيې ته اوښتي دي.
لیز ټرس چې پرون سه شنبه د سپټمبر ۶ د برېتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړ، د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسون په څېر د کډوالو پر وړاندې سخت سیاست لري. تمه کېږي چې نوموړې به د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو پر وړاندې د بوریس جانسون سیاست ته ادامه ورکړي.
برېتانوي چارواکي وایي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتي دي. بل پلو بیا فرانسوي چارواکو یاد کانال کې د نږدې ۳۰۰ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
برېتانوي چارواکي وایي چې یوازې د تېرې دوشنبې په ورځ ۱۲۹۵ کډوال چې په ۲۷ وړوکو کښتیو کې سپاره وو د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي.
برېتانوي چارواکي وایي چې نږدې دوه سوه کډوال د تېرې سه شنبې په ورځ د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. فرانسوي چارواکي بیا دغه سمندر کې د شاوخوا ۱۰۰ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي.
برېتانیا وایي چې پرون دوشنبه په ۱۴ کښتیو کې سپاره نږدې ۷۰۰ کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي. بل پلو بیا فرانسوي چارواکو یاد سمندر کې زیات شمېر کډوال ژغورلي دي.