آلمان ـ د پناه غوښتنې دعوې د آلمان بامف ادارې ته په ۱۷ مليونو يورو تمامي سوي
د پناه غوښتني په تړاو د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د ځانګړي ادارې بامف ناسمي فيصلې دغه هيواد ته هر کال په ۱۷ مليونه يورو لګښت تماميږي.
د پناه غوښتني په تړاو د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د ځانګړي ادارې بامف ناسمي فيصلې دغه هيواد ته هر کال په ۱۷ مليونه يورو لګښت تماميږي.
د دنکرک محکمې د تېرې جمعې په شپه درې قاچاق وړونکي په زندان محکوم کړل. دا هغه کسان دي چې د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو زمینه برابروله.
اروپايي محکمې فيصله کړې چي د اروپايي اتحاديې يو غړی هيواد په بل غړي هيواد کي د قبول سوي پناه غوښتونکي نوې پناه غوښتنه ردولای سي.
د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او د ولسمشرۍ نوماند نن دوشنبه د پاریس د یوې محکمې له خوا د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو په هکله د خپلو ویناوو په تړاو په ۱۰ زره یورو جریمه محکوم شو. نوموړي په ۲۰۲۰ کې د یوه تلویزیوني بحث پر مهال کم سنه او بې سرپرسته کډوال «غله، قاتلان او جنسي تېری کوونکي» بللي وو.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د پخواني حکومت ډېری کارکوونکي له ګواښ سره مخ دي. ګل محمد* چې له دې وړاندې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې ده وایي، ژوند یې نه یوازې د طالب وسله والو بلکې د نشه یي توکو د هغو قاچاق وړونکو له خوا هم له خطر سره مخ دی چې د طالبانو له راتګ سره له زندانه خوشي شوي دي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
د مارسی اداري محکمې پرون سه شنبه په یو حکم کې د کډوالو د هرکلي مرکز د پرانیستو په هکله د توس میګران سازمان غوښتنه رد کړه. د کډوالو مدافع بنسټ توس میګران تېره میاشت له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې چارواکو ته د مهاجرو لپاره د هرکلي مرکز د پرانیستو امر وکړي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره پنجشنبه کروشیا د یوې افغانې ماشومې د مرګ له امله ۴۰ زره یورو نغدي جریمه کړه. دغه ماشومه په ۲۰۱۷ کې د کروشیا او صربیا پر پوله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې پرون سه شنبه د نومبر ۱۶مه د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره هنګري د پناه غوښتنې حق په برخه کې له اروپایي قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړه. محکمې د هنګري هغه قانون ته اشاره کړې ده چې له مخې یې له پناه غوښتونکو سره مرسته جرم بلل کېږي.
هغه افغان مهاجر چي پناه يې رد سوې وي او د اخراج د ګواښ سره مخامخ دي، په اکثرو محکمو کي يې حقوقي دعواوي بريالۍ دي.
د برتانیا یوې محکمې په قاچاق تورن ایراني پناه غوښتونکي ته برائت ورکړی دی. دغه پناه غوښتونکي په دې تورن و چې مانش کانال کې یې هغه کښتۍ چلولې ده چې برتانیا ته تلونکي مهاجر پکې سپاره ول.
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه یو ۲۷ کلن سومالیایی د لېسبوس ټاپو په میتلین کې محاکمه شي. یوناني چارواکي وایي دغه مهاجر قاچاقبر دی او د نورو کسانو ځان یې په خطر کې اچولی دی. تېره سپټمبر میاشت اژې سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې دوه کسان ووژل شول. دغه مهاجر چې څلور ماشومان لري وایي چې مهاجرو سره یې مرسته کړې ده. ښایي نوموړی په عمر بند محکوم شي.
د فرانسې په مونپلیه ښار کې محکمې درې بې سنده مهاجر د خپلو عمرونو په اړه د درواغ ویلو په تور محکوم کړي دي. دوی د فرانسي د هوایي او سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي وو.