افغانستان کې زلزله: فرانسه مېشتي افغانان وایي چې طالبان زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو توان نه لري
د وروستیو شمېرو له مخې د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د سه شنبې شپې زلزلې لږترلږه ۱۰۰۰ کسان وژلي او ۱۵۰۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي. په داسې حال کې چې سیمه کې د باران او د مخابراتي شبکو ستنو نړېدو له کبله له خلکو مرستې هم له خنډ سره مخ شوې دي، ځینې فرانسه مېشتي افغانان وایي چې طالبان د دغه ناورین د مدیریت توان نه لري.