برېتانیا: د کډوالو مرکز مانستون کې یو تن د «ناروغۍ» له کبله مړ شوی دی
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کډوالو مرکز مانستون کې یو تن د «ناروغۍ» له امله مړ شوی دی. تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو دغه مرکز کې د کډوالو د ژوندانه شرایطو له کبله پر حکومت نیوکې کړې وې.