آلمان په يو کال کې ۱۳۰۰۰ کسان اخراج کړي دي
د آلمان حکومت غواړي چې د رد شوو مهاجرو او بهرنيانو اخراج زيات کړي او و آلمان ته د مسلکي کارګرو په جلب کې هلې ځلي زياتي کړي.
د آلمان حکومت غواړي چې د رد شوو مهاجرو او بهرنيانو اخراج زيات کړي او و آلمان ته د مسلکي کارګرو په جلب کې هلې ځلي زياتي کړي.
د يوې نظر پوښتنې پايلو ښودلې ده چې زيات مسلکي کارګر له دې کبله له آلمان څخه وځي، ولې چې د اقامې سره تړلي ستونزي لري.
د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک غواړي چې د ويزې د ورکړې په پروسه کې بيوروکراسي راکمه کړي. هغه غواړي چې د ويزه غوښتنې او ورکړې پروسه مؤثره شي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيره وايي چي غواړي په آلمان کي په کار بوختونو مسلکي بهرني کارګرو سره د هغوی د کورنيو الحاق آسانه کړي.