قبرس ته یوه نوې ډله مهاجر داخل شول
قاچاقبران يو ځل بيا په دې بريالي شول چې له ترکيې څخه مهاجر قبرس ته چې د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی ورسوي. دا دريمه ډله مهاجر دي چې د تيرو څو ورځو په جريان کې قبرس ته رسيږي.
قاچاقبران يو ځل بيا په دې بريالي شول چې له ترکيې څخه مهاجر قبرس ته چې د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی ورسوي. دا دريمه ډله مهاجر دي چې د تيرو څو ورځو په جريان کې قبرس ته رسيږي.
څلورو تنو مراکشیانو د هسپانیې د اکسکلاوه مېليلا د فاضلابو کانال له لارې هسپانیې ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بیروت څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ یو ځل بیا یوه سوریایي مهاجر په لبنان کې ځان ته اور اچولی دی. په ظاهره کې هغه دا کار د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله کړی دی.
د چک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد ادارو په یوه ترکي بار وړونکې لارۍ کې ۴۸ تنه پناه غوښټونکي موندي چې احتمالا غوښتل یي له سوریې څخه اروپا ته لاړ شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دغه هیواد د ایالتونو له خوا، له یونان څخه د مهاجرینو د منلو د ځنډ لامل شوی. خو ایالتي حکومتونه بیا دغه کار یوه افتضاح بولي.
اروپایي اتحادیې په مدیترانې سمندرګي کې د ژغورنې چارې محدودي کړي، یونان او ایټالیا بيا خپلو هیوادونو ته د نویو رارسیدولو کسانو له ستونزي سره لاس او ګریوان دي.د آلمان ځينو ښارونو د اقداماتو د ترسره کیدو د اجازې غوښتنه کړې.
له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې د مهاجرو تړون متزلزله دی. له دې کبله د آلمان د کورنیو چارو وزیر انقرې ته او تر هغې وروسته بیا یونان ته سفر کوي. په وروستیو کې د یونان ټاپوګانو ته د پناه غوښتونکو ورتګ ډیر شوی دی.
يونان ته د نوو رسېدلو مهاجرو ډيره برخه افغانان دي. دغو مهاجرو ولي اوس، په غير قانوني ډول يونان ته مخه کړې؟ ولي زياتره مهاجر غواړي له ترکيي څخه ووځي؟ په يونان کي د مهاجرو وضيعت څه ډول دي؟
د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر په بې سارې توګه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسارۍ د یووالي نه شتون څخه شکایت کړی او آلمان یې ستایلی دی.
د ۱۳۹۵کال په سرشميرنه کې په ايران کې د افغان مهاجرو مجموعي شمیر د يو ميليون او۵۸۰ زره په شاوخوا کې وو. خو چارواکي ولي دغه شمېر لوړ ښيي؟
الارم فون یو تېلېفوني پلټفورم دی چې مدیترانه کې له لادرکه شویو کډوالو سره مرسته کوی. د دغه پلټفورم په خبره د سوداګرو ځینې کښتۍ کډوالو ته د خپل سفر د مقصد په اړه درواغ وایي. مانا یې دا چې په ځینو مواردو کې دوی کډوالو ته وایي چې د سفر مقصد یې اروپایي هیوادونه دي، خو په پای کې کډوال لیبیا ته وړل کېږي.