يونان کې د موریا کمپ د اورلګیدنې په تور دوه افغانان په څلور کاله بند محکوم شوي
اروپا کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ موریا کې د اورلګیدنې له امله دوه تنه افغان ځوانان د سه شنبې په ورځ په څلور کاله بند محکوم شول. د دغه کمپ ۱۳۰۰۰ اوسیدونکي د تیر کال په سپتمبر میاشت کې یوې سترې اورلګیدنې بې کوره کړل.