سویس: د شکنجې د مخنیوي کمېسیون له یوې حاملې ښځې سره پر غیر انساني چلن نیوکه کړې
د سویس د شکنجې د مخنیوي ملي کمېسیون په خپل نوي راپور کې له اخراج شویو کډوالو سره پر غیر انساني چلن نیوکه کړې ده. دغه راپور کې راغلي دي چې د سویس امنیتي چارواکو له یوې مېنداورې ښځې سره د هغې د ماشومانو په وړاندې «غیر انساني» چلن کړی دی.