د اوفي یا د مهاجرت او ادغام ادارې جعلي فېسبوک پاڼه مهاجرو ته دوکه ورکوي
د فرانسې د مهاجرت او ادغام ادارې یا اوفي جعلي فېسبوک پاڼه مهاجرو ته د مشورو ورکولو په بدل کې ورنه پیسې غواړي. د اوفي د مشر په وینا د داسې پاڼو جوړوونکي پر انټرنټ د خلکو د غولولو له لارې پیسې ګټي.