د گاونډيو هيوادونو تر ۷۲۰۰۰ زياتو انسانانو افغانستان ته پناه وړې ده
په افغانستان کي پر تاوتريخوالي سربيره دغه هيواد ته له نورو هيوادونو څخه تر ۷۲۰۰۰ زياتو انسانانو پناه وړې ده. د م.م. په حواله د هغوی اکثريت په بېوزلۍ کي ژوند کوي.
په افغانستان کي پر تاوتريخوالي سربيره دغه هيواد ته له نورو هيوادونو څخه تر ۷۲۰۰۰ زياتو انسانانو پناه وړې ده. د م.م. په حواله د هغوی اکثريت په بېوزلۍ کي ژوند کوي.
آلمان کې د درېسدن تخنيکي پوهنتون په خپله یوه څیړنه کې ویلي چې د مهاجرت او ادغام سره تړلي موضوعات د آلمان د تعليمي ادارو په نصاب کي په اړين انډول ځای نه لري.
لوکزامبورګ کي د يورو شتات ادارې ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي اتحاديې په ۲۷ غړو هيوادونو کي ۴۱۶۶۰۰ د پناه نوي غوښتني شوې وې. یاده اداره وايي چې د پناه غوښتنو دغه شمير د ۲۰۱۳ کال راهيسي تر ټولو ټيټه شميره ده چې لامل يي د کرونا ویروس بلل شوی دی.
اسدالله رحمان د ۲۰۰۳-۲۰۰۴ کلونو کې ګوانتانامو زندان کې بندي و. نوموړي د نیول کېدا پر مهال ۱۱ کاله عمر درلود. هغه چې له یو کال راهیسې په فرانسه کې اوسېږي وایي هیله لري دغه هیواد کې نوی ژوند پیل کړي.
ګڼ شمېر مهاجر اروپایي هیوادونو ته تر رسېدو وروسته د دوبلین د قواعدو له امله د خپلو پناه غوښتنلیکونو د وړاندې کولو لپاره باید ډېر انتظار وباسي. افغان کډوال نصیب چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
د کورونا ویروس وبا او د آلمان د مهاجرتي سیاست د سختوالي له کبله په ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.
د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو محودیتونو سربیره، د مهاجر نیوز خبریالان د ۲۰۲۰ کال په لړ کې له فرانسې او یو شمیر نورو هیوادونو څخه د کډوالۍ په اړه د خپلو راپورونه لیکلو ته دوام ورکړ. د یو شمیر مهمو پیښو د راپورنو سرلیکونه په لاندې ډول چمتو شوي.
د اروپايي اتحاديي کمیسیون، اروپايي محکمې ته عریضه کړې ځکه چې د دوې په اند هنګري د اروپايي اتحاديي قوانین تر پښو لاندې کړي.په دقيقه توګه موضوع د «سوروس مخنيوي قانون» لانجه ده.
يوناني چارواکو د هغه شپږ کلن افغان ماشوم د پلار په اړه شکايت درج کړی چې ساموس ټاپو ته د راتلو پر وخت يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. پر دغه پناه غوښتونکي تور دی چې خپلې کورنۍ سره له ترکيې څخه د يونان ساموس ټاپو ته د سفر پر مهال يې د شپږکلن زوي ژوند په خطر کې اچولی دی.
څلورو تنو مراکشیانو د هسپانیې د اکسکلاوه مېليلا د فاضلابو کانال له لارې هسپانیې ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په آلمان کي د پناه غوښتنې د دوسيو د پروسې موده د کال د لومړۍ ربعې په پرتله اوږده سوېده. د معلومات د آلمان حکومت د اپوزيسيون د يو سوال په جواب کي ورکړي دي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون پر غړي هيواد هنګري تور لګولی دی چي د کرونا پاندمي ضد اصولو په ترڅ کي يې د اتحادیې د پناه غوښتنې قوانين تر پښو لاندي کړي دي.