په روان کال کې هنګري ته د ۱۰۵ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیول شوې ده
د هنګري چارواکي وایي چې د روان کال تر دې دمه یې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده. تېر کال همدې موده کې هنګري ته د ۴۳ زره مهاجرو د داخلېدو مخنیوی شوی و. هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.