د آلمان حکومت د رد شوو پناه غوښتونکو د ایستلو پر وړاندې له خنډ سره مخ دی
د آلمان د ایتلافي حکومت یوه مهمه موخه د اخراجونو چټکول دي خو دمګړی دا پالیسي د خنډونو سره مخ ده، تر ډیره بیا په برلین ښار کې دا ستونزه شتون لري.
د آلمان د ایتلافي حکومت یوه مهمه موخه د اخراجونو چټکول دي خو دمګړی دا پالیسي د خنډونو سره مخ ده، تر ډیره بیا په برلین ښار کې دا ستونزه شتون لري.
که څه هم بلجیم تېره جنوري د پناه غوښتنې د ناسم مدیریت په تړاو د بروکسل د ابتدایي محکمې له خوا محکوم شو، خو سازمانونه وایي چې بلجیمي چارواکي لا هم له قوانینو سر غړوي. د بلجیم د نوي سیاست له مخې دوبلیني شوي کډوال نه شي کولی چې سمدلاسه مرکزونو کې سرپناه ترلاسه کړي. سازمانونه بیا دا د اروپایي قوانینو او د محکمې له پرېکړې سرغړونه بولي.
سربیره پر دې چې د ډوبلین ۳ مقرراتو په اړه ګڼې پوښتې او اندیښنې شته، ښايي پر ځای يي داسې یو سیستم رامنځ ته شي چې له دې هم بد تر وي. مهاجر نیوز یو شمیر اروپايي هیوادونو کې له ډوبلیني کډوالو سره مرکه کړې تر څو دا برسیره کړي چې ډوبلین د دوې پر ژوند څخه اغیز کړی.
فرانسوي چارواکي پاریس کې د غیرقانوني کمپونو د تړلو او مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عملیاتو پر مهال ډېری کسان د ایل دو فرانس جمنازیمونو او یا هوټلونو ته انتقالوي. ۲۴ افغان کډوال رحمت* یو له هغو کسانو دی چې له دوو نیمو میاشتو راهیسې د ایل دو فرانس په جمنازیمونو کې ژوند کوي. نوموړي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
که څه هم اروپایي کمېسیون د خپل نوي تړون په مسوده کې د دوبلین مقرراتو د لغوه کولو وړاندیز کړی دی، خو ډېری مهاجر لا هم په اروپایي هیوادونو کې د دوبلین په نامه مقرراتو له کبله له ستونزو سره مخ دي. ۲۶ کلن افغان مهاجر جمشید چې ډوبلینی شوی او پاریس کې اوسېږي، کډوال نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
د رپوټونو په حواله ۱۷ ارمنستانیانو د سه شنبې په ورځ له لیون څځه ارمنستان ته ولیږدول شول. د اوفی (د فرانسی کډوالۍ او ادغام ادارې) په وینا د سلو زیات کډوالو دوسیې چې غواړې داوطلبانه خپلو هیوادو ته راستانه شي انتظار باسی. د ارمنستان، مولداویا، جورجیا، البانیا او حتی افغانستان هیوادونو مهاجر غواړې چې خپلو هیوادونو ته راستانه شي.
ځینو اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه ایټالیا اروپا کې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیولي دي. خو دغه تدابیر پر مهاجرو څه اغېز لرلی شي؟ بشپړ معلومات.
د پاریس په شمالي سیمو پورت دو لا شاپل او اوبرویلیې کې د کډوالو شمېر «بې سارې کچې» ته رسېدلی دی. یادو سیمو کې تر ۲۰۰۰ ډېر داسې کسان ژوند کوي چې د سړکونو پر غاړو یې خپلې خیمې درولې دي. په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمانونه د یادو کسانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوی او زیاتوي چې مهاجرو ته د اوسېدو ځای د برابرولو یو اساسي مکانیزم ته اړتیا شته. کډوال نیوز له سیمې څخه رپوټ ورکوي.
د فرانسې د دولت شورا د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون هغه برخه رد کړه چې وایي، له هغو ډوبلیني شويو کډوالو سره مالي مرستې بندېږي چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنه کړې خو د «تېښتې» په حال کې دي او یا هم ور ته برابر شويو اوسېدو ځایونو کې نه اوسېږي.
د نانت په سنت – اېربلېن ښارګوټي کې په سلګونو کډوال په یوه جمنازیم کې اوسېږي. دې ځای کې کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. دوی وایي چې دولت د هغوی د ژوند وضعیت ته پام نه کوي.
«د ساینس او صنعت ښارګوټي» د پاریس په شمال ختیځ سیمه کې موقعیت لري. ځینې افغان کډوال هره ورځ د دې ښارګوټي کتابتون ته مراجعه کوي او له ښوونیزو اسانتیاوو څخه ګته اخلي. دوی همداراز کتابتون کې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي. د کډوال نیوز خبریال یاد کتابتون ته تللی او له ځینو افغان کډوالو سره یې مرکه کړې. رپوټ.
په ٢٠١٥ کې، محمد * د عیسوي کتابونو د پلورلو په تور نیول کیږی. يوه ورځ، کله چې محمد له پولیسو سره محکمې ته ځي، طالبانو د هغوی پر کتار بريد کوي. محمد له سیمې څخه تښتي. دی لومړی سویډن ته مهاجر کېږی او بیا له سویډنه فرانسې ته راځی. محمد نن پاریس کې د یو ډوبلینی ګدوال په توګه سویډن ته د لیږلو په ویره کې ژوند کوي. سکنډویناوي چارواکي کولی شي هغه بېرته افغانستان ته ستون کړي.