آلماني استازو ايټاليې ته د مهاجرو پر فرمان يو ليک لېږلی
د آلمان د مرکزي پارلمان بُندستاګ ۶۵ استازو د ايټاليې پر پارلمان ږغ کړی دی چې د ښې اړخي حکومت هغه فرمان په قانون بدل نه کړي چې له سمندر څخه ژغورل شوو مهاجرو په هکله دی.
د آلمان د مرکزي پارلمان بُندستاګ ۶۵ استازو د ايټاليې پر پارلمان ږغ کړی دی چې د ښې اړخي حکومت هغه فرمان په قانون بدل نه کړي چې له سمندر څخه ژغورل شوو مهاجرو په هکله دی.
فرانسوي چارواکي د برېتانیا ساحلي ځواکونه په دې تورنوي چې د انګلیس کانال په اوبو کې یې بند پاتي ۳۸ کډوال نه دي ژغورلي او د هغوی ژوند یې په خطر کې اچولی دی.
د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان مرستندويه کښتۍ «جيوبېرنټس» د چهارشنبې په ورځ د ايټاليې تارېنت بندر ته ورسېده. په دغه کښتۍ کې ۸۵ مهاجر سپاره دي.
د فرانسې سمندري ځواکونو د تېرې شنبې په شپه انګلیس کانال د یو لړ عملیاتو پر مهال د کوچنیو ماشومانو په ګډون ۱۳۳ کډوال ژغورلي دي. دغو کډوالو غوښتل چې د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.
د فرانسې د سمندري چارو عمومي ادارې پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې دوه نوې کښتۍ به په انګلیس کانال کې د ژغورنې چارې پیل کړي. یادې ادارې په راتلونکي کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو خبر هم ورکړی دی.
فرانسوي چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په انګلیس کانال کې د یو لړ عملیاتو پر مهال شاوخوا سل کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر ۳۰۰ تنه نور پرون پنجشنبه د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په ورته مهال د برېتانیا نوی لومړی وزیر غواړي چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو څپو د مخنیوي لپاره له فرانسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.
یوناني چارواکي وایي چې نن جمعه د اکټوبر ۲۱مه یې د یونان په سوېلي اوبو کې ۷۵ تنه کډوال ژغورلي دي. د دغو کډوالو کښتۍ د هوا د خرابو حالاتو له کبله سمندر کې له ستونزو سره مخامخ شوې وه.
د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې ایوني سیند کې د کډوالو یوې ډلې د تېرې شنبې په ورځ د یوناني ځواکونو مرسته رد کړې ده. یاد مهاجر له سېنګاپور سره تړاو لرونکې کښتۍ د شنبې په شپه ژغورلي دي.
د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې د چهارشنبې په ورځ یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې ۲۵۵ کډوال ژغورلي دي. په وینا یې یاد کډوال یوناني ځواکونو د ترکیې پر لور شړلي دي.
د برېتانیا ساحلي ځواکونه وایي چې پرون پنجشنبه د سپتمبر ۱۵ یې د کنت په ساحلي اوبو کې هغه ۳۸ کډوال ژغورلي دي چې کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې وه. په ورته مهال ۶۱۷ تنه نور برېتانیا ته اوښتي دي.
د یونان چارواکي وايي چې د ژغورنې په عملیاتو کې نه دي توانیدلي چې له ترکیې سره پر پوله د کډوالو یوه لویه ډله چې د ترکیې چارواکو لخوا يي خبردارۍ ورکړل شوی و، و مومي. له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې چارواکو د ایوروس سیند په ټاپو کې د کډوالو د یوې لویې ډلې د شتون په اړه یونان ته خبر ورکړی و.
د یوناني رسنیو په حواله د دغه هېواد ساحلي ځواکونو پرون شپه د کډوالو د یوې ۳۰ کسیزې ډلې کښتۍ د کرت ټاپو په ساحلي اوبو کې ژغورلې ده. دغو مهاجرو غوښتل چې ایټالیا ته ځان ورسوي.