بوسنیا: ځایي چارواکو د کډوالو پر دوو مرکزونو د بندیز لګولو خبرداری ورکړی
د بوسنیا د شمال لویدیځې سیمې چارواکي خبرداری ورکوي چې که چېرې حکومت کډوال له دغې سیمې څخه د بوسنیا نورو برخو ته انتقال نه کړي، دوی به د مهاجرو پر دوو مرکزونو بندیز ولګوي. په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې دا بندیز د شخړو سبب ګرځېدلی شي.