بلغاریا: د کډوالو لېږدونکي موټر یو سرتېری او څلور مهاجر ژوبل کړي دي
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي چې یوه بلغاریايي موټر چلوونکي د سه شنبې په ورځ د تالاشۍ په پوسته کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه چې له امله یې یو سرتېری او څلور کډوال ټپیان شول. په دغه میني بس موټر کې ۱۲ سوریایي کډوال سپاره ول.