کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو
هغه ماشوم چې په تېره اګست میاشت کې له کابل څخه د تخلیې عملیاتو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی، د شنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سر یو ځای شو.
هغه ماشوم چې په تېره اګست میاشت کې له کابل څخه د تخلیې عملیاتو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی، د شنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سر یو ځای شو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوشنبې په ماښام، ۳۰۰ نور مسافر د کابل له هوايي ډګر څخه دوحې ته رسیدلي دي. په دغو مسافرو کې د افغانانو او بهرنیانو په ګډون د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړي، د ملګري ملتونو استازي او خبریالان شمال دي. بل پلو په ورته وخت ۸۴ نور افغانان د پاکستان له لارې اسپانیي ته رسیدلي دي.
پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته سلګونه هغه افغانان چې د درملنې لپاره هند ته تللي وو دغه هیواد کې بند پاتې دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دغه افغانان په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
پرون پنجشنبه مازدیګر مهال د کابل هوایي ډګر ته څېرمه دوو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د تازه راپورونو له مخې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو شمېر له سل تنو اوښتی دی.
په داسې حال کې چې زیات شمېر مهاجر له بېلاروس څخه پولنډ او لاتویا ته د اوښتو هڅه کوي، د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره چهارشنبه له پولنډ او لاتویا څخه وغوښتل چې له بېلاروس سره پر پوله بند پاتو مهاجرو سره مرسته وکړي.
د هالند په هيواد کي چاپېدونکي ورځپاڼي «دې تليګراف» ليکلي دي چي د کنټرول پرته د افغان مهاجرو راتګ امنيتي ګواښ رامنځته کولای سي.
د آلمان پوځ بوندس وېر د خپلو ځايي افغان همکارانو د انتقال پروسې ته دوام ورکړی او وايي د پنجشنبې په ورځ به هم پروازونه وکړي.
د آلمان پوځ تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۶۵۰ افغانان او د نورو هیوادونو اتباع له کابله رایستلي دي. د لویدیځو اتباعو، افغان ځايي کارکوونکو او نورو ترگواښ لاندي کسانو د انتقال اوسنی بهیر د امریکايي ځواکونو په حضور پوري اړه لري.
ناټو وايي چې د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې تیره اونۍ ۲۰ کسان چې له افغانستان څه د وتلو هڅه يي درلوده وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۴ میرمنې هم شاملې دي.
په داسې حال کې چې د کابل له هوايي ډګر څخه د زرګونه افغانانو د ایستلو پروسه دوام لري، امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو د هجوم د سمبالولو په موخه اوښکي بهونکي ګاز کارولی. د فرانسې سفارت بیا له خلکو غوښتي چې د خپل امنیت په خاطر سفارت او شاوخوا سیمي پریږدي.