فرانسه: ګراند سینت کې د کډوالو کمپ له مرګ ژوبلې وروسته ړنګ شو
د فرانسې ختیځ ګراند سینت ته نږدې د چهارشنبې په سهار پولیسو د کډوالو د هغه ستر کمپ د ړنګولو عملیات پیل کړل چې د یکشنبې ورځې راهیسې په کې د کډوالو ترمنځ د نښتو له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي و. شاوخوا ۵۰۰ کډوال په دغه کمپ کې بریتانیا ته د تګ لپاره انتظار و.