آلمان کې د پناه غوښتنې شمېرې کرونا مخکې اندازې ته زياتې شوې
د آلماني رسنيو د راپورونو له مخې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېرې د کرونا پاندمي وخت مخکې هسکو څوکو ته زياتې شوې دې.
د آلماني رسنيو د راپورونو له مخې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېرې د کرونا پاندمي وخت مخکې هسکو څوکو ته زياتې شوې دې.
د آلمان د برلين ښار غواړي چي د کډوالو لپاره کار کوونکو سازمانونو سره د واکسين سوو کسانو د شمير زياتولو په مقصد همکاري وکړي.
د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې د پناه غوښتنې او ادغام دفتر (اوفي) هغه ځای دی چې هره ورځ د نورو پناه غوښتونکو ترڅنګ لسګونه افغانان هم ورته د پناه غوښتنې د ثبت لپاره ورځي. په دغه دفتر کې د کرونا واکسین یو مرکز هم جوړ شوی چې پناه غوښتونکو ته د کرونا واکسین آسانتیا برابروي.
د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي مامورې، انېته ويدمن ماوس د مهاجرو له پاره د کرونا ضد واکسين بهتره او وړ امکانات غوښتي دي.
د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وايي چې له افغانستان څخه ګڼ شمیر کډوال ایران ته د ننه کیږي او دوې اړ دي چې د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي لپاره د داوړو هیواو ترمنځ پولې ته نږدې، د کرونا د مخنیوي مرکزونه جوړ کړي.
د ماشومانو له پاره د ورلډ ويژن په نوم مرستندويه ويلي دي چي په نړيواله کچه ۸۰ مليونه مهاجر د کرونا ضد واکسين په کامپاين کي له پامه غورځول سويدي.
د آلمان د نيدرزاکسن ايالت په مهاجر کمپونو کي زيات اوسېدونکي دې ته لېواله نه دي چي د کرونا ضد واکسين ولګوي. په دې ترڅ کي هر پنځم نه غواړي چي واکسين سي.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کرونا ویروس او ناامنیو د خطر سره سره بیا هم په روان میاشت کې شاوخوا ۷۰۰ کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته استول شوي او دغه لړۍ دوام لري.
د ملګرو ملتونونو د کډوالو اداره ( یو ان اچ سی آر) وايي چې په پاکستان کې ۷۵ زره هغو افغان کورنیو سره يي د نغدي مرستو د ویشلو پروسه بشپره کړې چې د کرونا ویروس سخت زیانمن کړي و.
د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو محودیتونو سربیره، د مهاجر نیوز خبریالان د ۲۰۲۰ کال په لړ کې له فرانسې او یو شمیر نورو هیوادونو څخه د کډوالۍ په اړه د خپلو راپورونه لیکلو ته دوام ورکړ. د یو شمیر مهمو پیښو د راپورنو سرلیکونه په لاندې ډول چمتو شوي.
د بشر دوستۍ نوې اداره « new humanitarian » وايي چې د کرونا اوبا نه یوازې چې د خلکو د کډوالۍ او له کورنو د دوې د تیښتې مخه و نه نیوله بلکه د کډوالۍ د انګیزې د ډیریدو او د ګڼو خطرونو د رامنځ ته کیدو لامل و ګرځید.
افغان چارواکي وايي يو شمير اروپايي هيوادونو چې د کرونا وبا له امله افغانستان ته يې د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پروازونه ځنډولي ول، اوس يي له سره پيل کړي. دغه څرګندونې افغان چارواکو کړې او په دې برخه کې يې د آلمان، اتريش او سويډن په ګډون د څو هیوادونو نومونه اخیستلي دي.