د فرانسې د لسمشرۍ نوماند د نژادي کرکې د راپارولو په تور په ۱۰ زره یورو جریمه محکوم شو
د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او د ولسمشرۍ نوماند نن دوشنبه د پاریس د یوې محکمې له خوا د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو په هکله د خپلو ویناوو په تړاو په ۱۰ زره یورو جریمه محکوم شو. نوموړي په ۲۰۲۰ کې د یوه تلویزیوني بحث پر مهال کم سنه او بې سرپرسته کډوال «غله، قاتلان او جنسي تېری کوونکي» بللي وو.