د کورنيو الحاق: اروپايي محکمې د آلمان بعضي قوانين ناسم وبلل
د اروپايي اتحاديې محکمې په آلمان کي د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د الحاق په هکله د دغه هيواد بعضي قوانين ناسم وبلل.
د اروپايي اتحاديې محکمې په آلمان کي د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د الحاق په هکله د دغه هيواد بعضي قوانين ناسم وبلل.
د پاریس په زړه، بستي ډګر کې له شاوخوا دوو میاشتو ډیره موده کیږي چې نږدې ۶۰ تنکي ځوانان په یوه پنډغالي کې شپې سبا کوي. په پنډغالي کې تر خیمو لاندې کډوال ادعا کوي چې کم عمره دي خو فرانسوي چارواکي بیا دغه ادعا نه مني او وايي چې دوې قانوني عمر ته رسیدلي. کډوال د استیناف غوښتنه کړې او د محکمې ځواب ته انتظار باسي. په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع سازمان یوتوپیا ۵۶ چې دغه پنډغالی يي جوړ کړی وايي چې د استیناف په جریان کې باید دغو ځوانو کډوالو ته سرپناه برابره شي.
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې به د جون میاشتې له ۳۰مې نېټې وروسته د کم سنه کډوالو د اصلي عمر د معلومولو دنده فرانس تېر دزیل ادارې ته سپارل کېږي. تر دې وړاندې د سره صلیب سازمان دغه دنده پر مخ وړله.
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې تېره دوشنبه ۷ کسان د پولیسو له خوا ونیول شول. دوی په دې تورن دي چې د نشه یي توکو قاچاق یې کاوه او کم عمره مهاجر یې د نشه یې توکو په استعمال سره غلا کولو ته هڅول.
یوناني چارواکي وایی چې پرون پنجشنبه د ۸ افغان مهاجرو په ګډون ۱۴ کم سنه کډوال له یونان څخه پرتګال ته لېږدول شوي دي.
د فرانسې په تولوز ښار کې نږدې ۱۰۰ کم سنه او بې پرسته مهاجر چې د ماشومانو له محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه کړې ده ښایي خپله سرپناه له لاسه ورکړي. د تولوز ښاروالۍ ویلي په پام کې لري چې د اپاد د تورل په نوم هغه استوګنځی وتړي چې یاد مهاجر پکې اوسېږي. دا مرکز دوه کاله مخکې کم سنه کډوالو ته ځانګړی شوی و.
د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او د ولسمشرۍ نوماند نن دوشنبه د پاریس د یوې محکمې له خوا د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو په هکله د خپلو ویناوو په تړاو په ۱۰ زره یورو جریمه محکوم شو. نوموړي په ۲۰۲۰ کې د یوه تلویزیوني بحث پر مهال کم سنه او بې سرپرسته کډوال «غله، قاتلان او جنسي تېری کوونکي» بللي وو.
د بوسنیا په بیهاچ ښار کې لسګونه افغان کډوال په کنډوالو کې شپه سبا کوي. نسیم یو له دغو مهاجرو دی چې د بیهاچ ښار په یوه ویجاړه ودانۍ کې اوسېږي. هغه چې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
په دنمارک کي چارواکو په ۲۰۱۶ کال ۲۳ پناه غوښتونکي جوړې سره جلا کړي وې ولي چي عمرونه يې تر قانوني سن کم ول. مسؤله وزيره بايد اوس محکمه کي جواب ووايي.
مرستندويه سازمان آکسفام د يوې څېړني په پايلو کي ويلي چي قانوني سين ته تر رسېدو وروسته د زيات شمير مهاجرو له پاره په اروپا کي د ستونزو د زیاتېدو چانسونه هم ډيريږي.
د فرانسې ځینو مدافع وکیلانو د کم سنه مهاجرو په اړه د ملي راغونډېدنې ګوند پر یو بروشور او د جمهوریت غوښتونکو استازي پر خبرو نیوکه کړې ده. دوی یادې خبرې ناسمې بولي او وایي چې ورته دریځونه کم سنه مهاجر بدناموي.
د تېرې اپریل میاشتې پر ۳۰مه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ۶ کسان د کم سنه خو متخلفو مهاجرو د استثمارولو په تور ونیول شول. دوی هغه بې سرپرسته مهاجر استثمارول چې له مغرب څخه فرانسې ته راغلي وو.