افغان کډوال: «د بوسنیا د سرایېوو په کمپ کې د ژوندانه لومړنې اسانتیاوې نشته»
تېره سه شنبه بوسنیایي چارواکو د دغه هیواد په شمال لوېدیځه سیمه ووچیاک کې د مهاجرو کمپ وتاړه او د کمپ اوسېدونکي یې د بوسنیا پلازمېنه سرایېو ته انتقال کړل. ووچیاک کمپ کې په سلګونو کډوالو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه. افغان کډوال ایمل چې د ووچیاک کمپ اوسېدونکی و خپل د سترګو لیدلی حال وایي.