افغان مهاجر صفی الله په یونان کې: «دوه کاله کېږي چې برخلیک مې نامعلوم دی»
ګڼ شمېر افغان مهاجر له کلونو راهیسې په یونان کې ایسار پاتې دي. کډوال نیوز له هغه افغان مهاجر سره خبرې کړې دي چې له ۲۰۱۸ راهیسې په یونان کې اوسېږي خو تر دې دمه یې برخلیک نامعلوم دی. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.