بریتانیا کې هغه پناه غوښتونکي نیول شوي چې رونډا ته يي د استولو پریکړه شوې
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت منلي چې یو شمیر هغه پناه غوښتونکي يي نیولي چې رونډا ته يي د استولو په اړه پریکړه شوې.چارواکي ویلي چې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې رسیدلي دغه خلک اوس په توقیف مرکزونو کې ساتل کیږي. نیول شویو کسانو کې یو افغان هم شامل دی.