يونان: افغان مهاجر د خپل زوی د ډوبېدنې له کبله محاکمه کيږي
د يونان چارواکو يو ۲۶ کلن افغان په دې تورن کړی دی چي په یوه ربړي کښتۍ کې چې له ترکيې څخه یونان لوري ته د حرکت په حال کې وه د خپل پنځه کلن زوی ژوند او سلامتيا له ګواښ سره مخامخ کړی و.
د يونان چارواکو يو ۲۶ کلن افغان په دې تورن کړی دی چي په یوه ربړي کښتۍ کې چې له ترکيې څخه یونان لوري ته د حرکت په حال کې وه د خپل پنځه کلن زوی ژوند او سلامتيا له ګواښ سره مخامخ کړی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټه وايي چې ایټالیا په ۲۰۱۳ کال کې د مدیترانې په سمندر کې تر ۲۰۰ ډیر کډالو د ژوند د ژغورلو له امله په خپلو نړیوالو ژمنو کې پاتې راغلې.
رودس ټاپو چي د يونان په تر ټولو لويو ټاپوګانو کي پر څلورم مقام دی، ورته نژدې د مهاجرو يوې کښتۍ ته حادثه ورپېښه سوې ده.
د ملګرو ملتو د مهاجرینو د سازمان د معلوماتو پراساس، په مدیترانه کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې له ۹۰ څخه ډیر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دغه کښتۍ کې۱۲۰ تنه سپاره ول چې تر اوسه پورې ۳۱ جسدونه يي له اوبو څخه راایستل شوي دي.
د «اوپن آرمس» مرستندويه بېړۍ په مديترانه کي د مهاجرو د يوې کښتۍ څخه يو شمير مهاجر وژغول چي پکښي يو ماشوم او د هغه مور هم شامله وه.
د « اوپن ارمز » په نوم یوه بشردوستانه کښتۍ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په دوو جلا عملیاتو کې د لیبیا له سواحلو ژغورلي.
یوناني چارواکي وايي د هغه ۶ کلن ماشوم پلار یې نیولی دی چې تېره ورځ یې جسد د ساموس ټاپو په ساحل کې موندل شوی و. چارواکو زیاتوي چې دغه سړي له ترکیې څخه یونان ته د رسېدو په موخه د خپل ماشوم ژوند په خطر کې اچولی دی.
يو شمير د مهاجرو په مشترکه توګه د مالتا د حکومت پر ضد حقوقي دعوی کړې ده ځکه چي د پناه غوښتنې پرته دغه مهاجر لیبيا ته لېږدول سوي ول.
تېره سه شنبه مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې قربانیانو شمېر ۷ کسانو ته لوړ شوی. پېښه کې د ۴ مهاجرو تر مرګ وروسته پرون پنجشنبه دنکرک څارنوالۍ د درېو نورو کسانو چې په ډله کې یې یو کوچنی ماشوم هم دی د ورکېدو اعلان کړی.
تېره سه شنبه د اکټوبر ۲۷مه مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۴ قربانیان د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي وو. د دغې کورنۍ تره ویلي چې تر دې دمه یې ۱۵ میاشتنی وراره هم لادرک دی.
د وروستیو شمېرو له مخې پرون سه شنبه د دنکرک په ساحلي اوبو کې د مهاجرو د یوې بېړۍ ډوبېدنه پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) د معلوماتو پر اساس د ليبيا ساحل ته نږدې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.