له پاکستانه نږدې درې سوه افغانان اسپانیا ته وروستل شوي، زرګونه نور پاکستان کې ایسار پاتې
د ځایي رسنیو په حواله پرون چهارشنبه له پاکستان څخه درې سوه افغانان د الوتکې له لارې د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته وروستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو وختونو راهیسې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستلو کې کموالی راغلی دی. په ورته مهال زرګونه نور افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته د راتګ انتظار باسي لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي.