کډوال هره ورځ بریانسون ښار ته رسېږي، کرېډېټ: کډوال نیوز

کډوال هره ورځ بریانسون ښار ته رسېږي، کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسه: بریانسون ښار کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی

ژولیا دومون
له لوري خپور شوی په : 08/08/2018 وروستۍ بڼه : 14/12/2018
بریانسون کې له څه باندې یو کال راهیسې یو داسې سازمان جوړ شوی دی چې له کډوالو سره مرسته کوي. یاد سازمان له هغو کډوالو سره مرسته کو‎ي چې له ایټالیا څخه فرانسې ته راغلي دي. خو له دې سره سره بریانسون کې د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه ځینې کډوال د پولیسو له خوا بېرته ایټالیا ته استول کېږي.
رفیوج سولیدر کې زیات شمېر کډوال اوسېږي، کرېډېت: کډوال نیوز
له کډوالو سره مرسته
رفیوج سولیدر کې زیات شمېر کډوال اوسېږي، کرېډېت: کډوال نیوز

۸۰ کلن خاویر دیوکلوکس د یک شنبې په ماښام له دریو توسپوتکو ځوانانو سره مخ شو.

هغه وایي: «دوی په البرت سیمه کې وو چې د ایټالیا او فرانسې د سرحد په شاوخوا کې موقعیت لري. ټول ستړي شوي وو. دوی له مالي او ساحل عاج هیوادونو سره تړاو لري.»

یاد ځوانان له خاویر سره فرانسې ته راځي.

د رفیوج سولیدر Refuge solidaire رضاکاران یاد کډوالو ته وایي چې شاور واخلي او له ‌ډو‌ډۍ خوړلو وروسته استراحت کړي.

په رفیوج سولیدر کې د کډوالو شمېر ډېر دی. دا مرکز چې د جولای په پای کې جوړ شوی تر اوسه پورې سلګونو کډوالو ته ځای ورکړی دی. تېره اونۍ شاوخوا ۱۵۰ کسان په رفیوج سولیدر کې وو.


په دې مرکز کې یوه داسې اشپزخونه شته چې په دیوالونو کې یې هر شی لیدلای شو، لکه د ماشومانو رسمونه او د کډوالو پیغامونه. د ودانۍ پر مخ هم د بشري حقونو ۱۳یمه ماده لیکل شوې.


اتین له کامرون څخه راغلی او وایي چې په خپل هیواد کې وزګار و، کرېډېټ: کډوال نیوز
وضعیت ډېر خراب و ځکه پولیسانو په هر ځای کې ول
اتین له کامرون څخه راغلی او وایي چې په خپل هیواد کې وزګار و، کرېډېټ: کډوال نیوز

د رفیوجي سولیدر په انګړ کې ځوانان قطعه بازي کوي. د دوی په ډله کې ۲۵ کلن اتین هم دی چې وایي له کامرون څخه راغلی ځکه دلته وزګار و.

له څلورو ورځو راهیسې اتین په دې مرکز کې ژوند کوي. هغه وایي چې د دوو کلونو له پاره یې په ایټالیا کې ژوند کاوه. خو د خپلې پناه غوښتنې له ردېدو وروسته اتین تصمیم نیسي چې فرانسې ته راشي. اتین وایي چې سفر یې ډېر سخت و.


هغه زیاتوي: «سفر مې له کلاویر څخه پیل شو چې د ایټالیا د سرحد نژدې ته موقعیت لري. وضعیت ډېر خراب و ځکه پولیسانو په هر ځای کې ول.» د اتین په وینا د سفر په پیل کې دوی ۲۱ کسان وو خو په آخر کې یوازې درې کسان بریانسون ته ورسېدل.

اتین اوس غواړي چې فرانسه کې خپل پناه غوښتنلیک وړاندې کړي. هغه د سفر پر مهال ټپی شوی او اوس وغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. اتین وایي چې په لیبیا کې یې له تاوتریخوالي سره مخ شوی.


کډوال له پولیسو څخه تښتي، کرېډېټ: کډوال نیوز
له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ایټالیا او فرانسې سرحدونه د پولیسو تر کنټرول لاندې دي
کډوال له پولیسو څخه تښتي، کرېډېټ: کډوال نیوز

روماریک یو بل کډوال دی چې هغه هم په لیبیا کې له تاوتریخوالی سره مخ شوی دی. نوموړی ۲۴ کلن دیږ 

روماریک هم له کلاویر څخه بریانسون ته راغلی.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ایټالیا او فرانسې سرحدونه د پولیسو تر کنټرول لاندې دي او کډوال نه شي کولای چې په اسانۍ سره فرانسې ته راشي.

له همدې کبله دوی له پولیسو څخه تښتي، خو دا کار خطرناک بلل کېږي. تېره ماشت د یو نایجریایي کډوال جسد په دورانس کې پیدا شو. ویل کېږي چې یاد کډوال له پولیسو څخه د تښتېدو په حال کې اوبو ته لوېدلی و.


بریانسون کې سازمانونه وایي چې پولیسو د مشابهو پېښو مسئولیت په غاړه لري. د یوې ښځې د جسد د پیدا کېدو وروسته  Tous migrants سازمان په یوه اطلاعیه کې د پولیسو د تاوتریخوالی په وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی.

په رفیوج سولیدر کې یو بل کډوال رولاند هم اوسېږي. دا نایجریایي کډوال له پولیسو د تښتېدو په حال کې لوېدلی او اوس ټپي دی.


د بریانسون مرکز، کرېډېټ: کډوال نیوز
«موږ د کډوالو شهادتونه راټولوو او غواړو چې د پولیسو په وړاندې شکایت کړو»
د بریانسون مرکز، کرېډېټ: کډوال نیوز

د دې مرکز یو رضاکار بنوا دیوکو وایي: «موږ د کډوالو شهادتونه راټولو او غواړو چې د پولیسو په وړاندې شکایت کړو.»

د هوت – دالپ قوماندانۍ د پولیسو د تاوتریخوالي په اړه کډوالو نیوز ته وایي، دا د پولیسو مسئولیت دی چې د خلکو پېژندپاڼې وګوري.

یاده قوماندانۍ زیاتوي چې هغوی هېڅ کله پولیسو ته نه دي ویلي چې د بهرنیو کسانو ژوند په خطر کې واچوي.

په همدې حال کې رضاکاران وایي چې دوی هم له ستونزو سره مخ دي. بنوا دیوکوس او شپږ نور رضاکاران د نومبر په میاشت کې محکمې ته احضار شوي وو.

دوی وایي چې د اپریل په ۲۲مه نېټه په یوه مدني تظاهرات کې د ګډون کولو په خاطر محکمې ته ورغوښتل شوي وو.

رضاکاران وایي پولیسو غواړي چې د دوی په وړاندې د ارعاب له سیاست څخه کار واخلي. خو د اوت الپ قوماندانه سیسیل بیګوت – دېکېزر دا خبره په کلکه ردوي.

 

Le Refuge solidaire, 37 rue Pasteur à Briançon.


کورپاڼه/پېښو ته کتنه
حقونه
متن: ژولیا دومون
عکسونه: ژولیا دومون او شریف بي بي